د کانونو او پټرولیم نوماند وزیر هارون چخانسوري د معرفۍ مراسمو کې وویل: ((غواړم دا وزارت د هوساینې په وسیلې بدل کړم، موږ به د خلکو، مدني بنسټونو او پر روڼتیا د څار بنسټونو په همکارۍ د چټکتیا او تحرک پیغام ولرو.))
تر دې وړاندي د کانونو او پطرولیم وزارت پر کړنو د خصوصي سکتور له لورې نیوکي کیدې، چې د کانونو د قراردادونو په برخه کې ناغیړي کوي.